
د وزیر بیانیه

بسم الله الرحمن الرحیم
“ګرانو هېوادوالو! د یوه ملت هر اړخیز پرمختګ او وده د هغه ملت د لوړو زده کړو په پیاوړي نظام پورې اړه لري. تېرو څلور لسیزو جګړو د ګران هېواد افغانستان د نورو برخو ترڅنګ تحصیلي او علمي بنسټونه هم زیانمن کړي وو، الحمدلله یو ځل بیا یې د اسلامي نظام تر سیوري لاندې د ژوند ساه واخیسته او د دې وخت راورسېده، چې په ګډه د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې د هېواد تحصیلي ځان بسیاینې لپاره نه ستړي کېدونکې هلې ځلې وکړو. د دې لپاره چې په ځان بسیا افغانستان ولرو، اړینه ده څو د هېواد په تحصیلي بنسټونو داسې پانګونه وکړو، چې په ملي او نړیوالو معیارونو برابر او د ټولنې اړتياوو ته ځواب ویونکي وي. زموږ موخه د هېواد د لوړو زده کړو د یو معیاري او با کیفیته سیسټم رامنځته کول دي، چې د ټولنې د غوښتنو په وړاندې ځواب ووایي او د سیمې او نړۍ په کچه د باور څښتن و اوسي. په درناوي.”
مولوي نداء محمد ندیم
د لوړو زده کړو وزیر
د ۱۴۰۰ کال د وږي ۱۸ - د معرفي په مراسمو کې
Tue, Aug 16 2022 11:20 AM

Tue, Aug 16 2022 11:20 AM



